ځایي سرچینې وایي، په تخار ولایت کې نامعلومو کسانو د یوه ښوونځي ودانۍ ته اور اچولی او سوځولې یې ده.
سرچینې ویلي، چې دا پېښه تېره شپه شااوخوا ۸ بجې د تخار په دشت کلا ولسوالۍ کې شوې ده.
د سیمې خلک وایي، چې دوی د اور د وژلو ډېرې هڅې وکړې؛ خو بریالي نه شول او ښوونځی د اور خوراک شو.
تر اوسه معلومه نه ده، چې د انجنیر حامدالله شهيد په نوم دغه ښوونځی د چا له خوا سوځول شوی او ځایي چارواکو هم لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د نامعلومو کسانو له لوري ښوونځي سوځول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د تخار په ځینو ولسوالیو کې د استوګنې کورونو ته هم اور اچول کېده چې د سیمې خلکو هغه مهال دا د پیریانو کار باله.