پي ټي ایم د پښتنو پر وړاندې د ظلمونو د مخنیوي نوم دی

پي ټي ایم د پښتنو پر وړاندې د ظلمونو د مخنیوي نوم دی


  • 3 کاله دمخه (08/02/2021)
  • عارف سمیر
  • 1042

 

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، چې یاد غورځنګ د ظلم او جبر پر وړاندې د دېوال، د ناقانونه وژنو پر وړاندې د خنډ او د قومي سیاست د پرمختګ نوم دی.

نوموړي تېره ورځ د ارمان لوڼي د دویم تلین په مراسمو کې وویل، چې  پښتانه د هر ظلم په مقابل کې لکه سپر ولاړ دي او دوی هيچاته خپل سر نه ټيټوي. 

منظور پښتین د پاکستاني حکومت له لوري، د پي ټي ایم د غړو د نیولو په غبرګون کې وویل، چې اوس وخت رارسېدلی، ترڅو د پاکستان حکومت څخه د خپل اوولس حق وغواړي او که د پاکستان حکومت د یاد غورځنګ ټول غړي هم بندیان کړی؛ نو یواځې منظور پښتین به دغه مبارزه جاري وساتي.

تېره ورځ په پېښور کې د د پي ټي ایم د مخکښ غړي ارمان لوڼي د دویم تلین په پار غونډه جوړه شوې وه، چې ګڼ شمېر خلکو پکې برخه اخېستې وه او د پاکستان حکومت پر ضد یې شعارونه ورکول.