پاکستاني پولیس؛ د افغان کډوالو پر کورونو د شپې چاپې وهي

پاکستاني پولیس؛ د افغان کډوالو پر کورونو د شپې چاپې وهي


  • 1 کال دمخه (23/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 481

پاکستاني پوځیان، د شپې له‌خوا د افغان کډوالو پر کورونو چاپې وهي

سمسور نیوز  ته رسېدلي مالومات ښيي، چې پاکستاني پولیس د شپې مهال د افغان کډوالو پر کورونو چاپې وهي او زندانونو ته یې وړي.

د سرچینو د مالوماتو له مخې، د پاکستاني پولیسو له لوري ان هغه افغان کډوال هم وړل کېږي، چې قانوني اسناد په لاس لري.

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي، که څه هم دوی څو ځله په دې اړه شکایتونه کړي؛ خو غږ یې نه دی اورېدل شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د اکتوبر تر وروستیو پورې له دغه هېواد څخه کډوالو ته د وتلو ضرب الاجل ټاکلی دی.

که څه هم د افغانستان اوسني سرپرست حکومت بیا بیا ټینګار کړی؛ خو د پاکستان حکومت په دې برخه کې لاهم له نرمۍ کار نه دی اخیستی.

دوه ورځې وړاندې د ریس الوزرا اداري مرستیال له پاکستان غوښتي و چې پر دې پرېکړه له سره غور وکړي.

په ورته مهال تېره ورځ ملګرو ملتونو هم ویلي چې د افغان کډوالو په اړه یې له پاکستاني حکومت سره خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې اوس مهال ۳.۷ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي، چې شاوخوا ۶۰۰ زره یې د جمهوریت له سقوط وروسته دغه هېواد ته تللي دي.