طالبانو د سولې په تړاو کلک دریځ غوره کړی

طالبانو د سولې په تړاو کلک دریځ غوره کړی


  • 3 کاله دمخه (11/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1055

د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د ګوندونو د کمیسیون د پرانیستې مراسمو کې د وینا پر مهال وویل چې طالبانو د افغان سولې په تړاو کلک دریځ غوره کړی او هیله یې وښوده چې مذاکراتو کې رامنځته شوی خنډ له منځه ولاړ شي.

د ملي مصالحي عالي شورا رییس دغه راز وویل امریکا د دوحې تړون ارزوي ترڅو دا جوته شي چې کوم اړخ تر کومې کچې خپلې ژمنې عملي کړې دي.

عبدالله دغه راز وویل چې راتلونکې اونۍ به د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې هم په افغانستان کې د ناټو سرتیرو د ماموریت د دوام یا وتلو په تړاو پریکړه وشي.

نوموړي زیاته کړه چې سیاسي ګوندونه د سولې په بهیر کې اساسي رول لري او وړاندیزونه به یې د مذاکراتو پر میز مطرح شي.