د ناټو سازمان ویلي، چې له افغان امنیتي ځواکونو څخه مو ملاتړ دایمي دی.

د ناټو سازمان ویلي، چې له افغان امنیتي ځواکونو څخه مو ملاتړ دایمي دی.


  • 3 کاله دمخه (19/02/2021)
  • خالد سهار
  • 1163

اففان ولسمشر محمد اشرف غني نن ماسپښين د ناټو سازمان عمومي سرمنشي، ینس سټولتنبرګ سره ټليفوني خبرې ګړې دي.

 

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې "په دې ټليفوني مکالمه کې، دواړو لوريو د سولې پروسې، د ناټو سازمان د غړو هېوادونو د دفاع وزيرانو کنفرانس او د افغانستان له امنيتي او دفاعي ځواکونو د ناټو دوامداره ملاتړ په اړه بحث او خبرې وکړې."

 

د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولتنبرګ ویلي، چې تر اوسه د ناټو سازمان د خپلو سرتېرو په بهر کولو کې پرېکړه نه ده کړې او نوموړي همدا راز ویلي چې په دې اړه مشورې روانې دي.

 

هغه یو وار بیا، پر سوله ییز حل ټينګار وکړ او له تلپاتې سولې یې ملاتړ کړی دی. 

 

نوموړي همدارنګه د ناټو سازمان په افغانستان کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو د دوامداره ملاتړ ډاډ څرګند کړی دی.