د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، طالبان دې د ښوونځیو ورانولو لړۍ ودروي.
نوموړي نن د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په مناسبت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، پر طالبانو غږ کوو، چې په هېواد کې ښوونځي او علمي مراکز نور وران نه کړي؛ ترڅو افغان ماشومان په مورنۍ ژبه زدکړو ته لاسرسی پیدا کړي.
نوموړي ویلي، د ښوونځیو سوځول او په بمونو ورانول یې، په مورنۍ ژبه له تحصیل کولو او د افغان ماشومانو له راتلونکې سره دښمني ده.
د فبروري ۲۱ د ملګرو ملتونو یونسکو سازمان له لوري د ژبې نړېوالې ورځې په نوم نومول شوې، چې هر کال د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې لمانځل کيږي.