د کابل - جلال اباد پر لویه لاره ټرافیکي پېښه کې ۵ کسان وژل شوي

د کابل - جلال اباد پر لویه لاره ټرافیکي پېښه کې ۵ کسان وژل شوي


  • 8 مياشتي دمخه (25/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 336

د کابل – جلال اباد پر لویه لار د ټرافیکي پېښې له امله ۵ کسان وژل شوي او ۱ بل ټپي دی.  

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دا پېښه تېره ورځ د کابل د سروبي ولسوالۍ په اړونده سیمه کې شوې ده.  

هغه زياته کړې، چې پېښه له غره سره د کرولا موټر تر ټکر وروسته رامنځ ته شوې. 

د سرچینې په خبره، د پېښې ټپي روغتون ته وړل شوی دی. 

د کابل - جلال اباد لویه لار د هېواد له خونړیو لویو لارو څخه ګڼل کېږي او لږ تر لږه هره ورځ د ټرافیکو پېښو شاهده وي. 

د سړک تنګوالی، د موټرو زیاتوالی او د موټر چلوونکو بې احتياطي پر دې لاره د ټرافیکو پېښو مهم علتونه بلل کېږي.