د بهرنیو سرتېرو پاتې کېدل د سولې بهیر چټکوي.

د بهرنیو سرتېرو پاتې کېدل د سولې بهیر چټکوي.


  • 3 کاله دمخه (22/02/2021)
  • خالد سهار
  • 1196

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو پرېکړه کول به ددې لامل شي چې طالبان د سولې بهیر چټک کړي. 

 

نوموړي همدا راز ویلي، چې د ځواکونو د پاتې کېدو په اړه د ناټو فیصله به د سولې په بهیر کې پرمختګ رامنځته کړي او په همدې ډول به د لسیزو جګړه پای ومومي.

 

ولسمشر غني ویلي، چې نړیوال باید په لا ډېره مرسته په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسوي او زیاته کړې یې ده چې دولت یې ملاتړی دی.

 

ولسمشر محمد اشرف غني د هرات ولایت له ځایي سرتېرو سره په ټیلفوني اړیکه کې هم هغوی ته ډاډ ورکړی و، چې د ده په ژوند به طالبان هېڅ کله د مؤقت حکومت ارمان ته ونه رسېږي.