پاکستان د افغان سولې برخې کې همکاري نه ده کړې

پاکستان د افغان سولې برخې کې همکاري نه ده کړې


  • 3 کاله دمخه (08/03/2021)
  • کامران احمدزي
  • 1553

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، پاکستان د افغان سولې په برخه کې لاهم کوم د پام وړ اقدام نه دی کړی او تر اوسه یې پر طالبانو هیڅ فشار نه دی راوړی.

نوموړي نن د لوې جرګې په تالار کې وویل، چې طالبانو په وروستیو کې نږدې ۶۰ تنه عالمان، مدني فعالان، قومي مشران او خبریالان وژلي دي.

صالح زیاته کړه، چې افغان حکومت د سولې لپاره خپله ژمنتیا ښودلې او پکار ده، چې طالبان هم په دې برخه کې اقدام وکړي.

امرالله صالح د خپلو خبرو پر دوام وویل، چې پاکستان د افغان سولې لپاره لاهم کوم مثبت اقدام نه دی ترسره کړی.

هغه همداراز وویل، چې د امریکا له لوري نوې طرحه ورته د منلو نه ده او هیڅ وخت به پر امضا ونکړي.