لغمان کې د څه باندې ۴۱ میلیونه افغانیو په ارزښت ښوونځی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

لغمان کې د څه باندې ۴۱ میلیونه افغانیو په ارزښت ښوونځی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو


  • 3 کاله دمخه (09/03/2021)
  • حضرت علي میاخیل
  • 1431

لغمان کې د څه باندې ۴۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د چهاردهي د هلکانو منځني ښوونځي لپاره جوړه شوې درې پوړیزه ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه . د لغمان د پوهنې رئیس عبدالله حمیدي د معلوماتو له مخې چې د۴۱ میلیونه یو لکه ۴۵ زره اوه سوه اوه اویا  افغانیو په ارزښت یې د لغمان مرکزمهترلام اړوند چهاردهي د هلکانو منځني ښوونځي لپاره په درې پوړونو کې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارله. نوموړی وایي، یاد ښوونځی ۳۰ تدریسي او ۷ اداري خونې، یو مجهز لابراتور، کمپیوټر لیب، ۵۶۰ د زده کوونکو چوکۍ، ۸۰ متره په سولر سیستم باندې سمباله د اوبو څاه، ۴۴۰ متره احاطوي دیوال، ۲۴ عصري او ۱۰ وچ تشنابونه او نورې ګڼې اسانتیاوې لري.  د پوهنې رئیس زیاته کړه، چې د چهاردهي منځنی ښوونځی ۳۹ ښوونکو او مسوولین ۱۴۰۰ زده کوونکو ته د تدریس چارې مخته وړي. د چهاردهي د سیمې اوسیدونکو او زده کوونکو خوښي اوښوده چې د دوی لپاره د ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه.