مسکو عبدالله عبدالله ته د سولې کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړې.

مسکو عبدالله عبدالله ته د سولې کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړې.


  • 3 کاله دمخه (09/03/2021)
  • خالد سهار
  • 1817

روسیې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر، ډاکټر عبدالله عبدالله ته په مسکو کې د افغان سولې په جوړېدونکي کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړې.

 

د یادې شورا ویاند فریدون خوځون ویلي، چې د مسکو له لوري د جوړېدونکې غونډې بلنلیک ورته رسیدلی دی.

 

نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې لاهم په دې اړه پرېکړه نه ده شوې او لاهم په یاده غونډه کې د عبدالله عبدالله د ګډون په موخه مشورې روانې دي.

 

باید یاده شي، چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د هېواد دبهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم یاد هېواد ته تللی و، او هلته یې له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره د افغان سولې او دوه اړخیزو همکاریو پر سرخبرې وکړې.