د وري یا حمل په 2 مه دکمال خان بند رسماً پرانېستل کېږي.

د وري یا حمل په 2 مه دکمال خان بند رسماً پرانېستل کېږي.


  • 3 کاله دمخه (09/03/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1680

 

ټاکل شوې چې شاوخوا دوه اونۍ وروسته د1400 لمریز کال د وري يا حمل په دوهمه نېټه د کمال خان بند رسماً پرانېستل شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند فواد احمدي وایي، چې دغه بند دافغانستان لپاره د اقتصادي او صنعتي برخو په تېره بيا دکرنې په وده او پراختيا کې حياتي رول لري. نوموړي همدا راز زیاته کړې، چې دخصوصي برخې استازو هم په یادو مراسمو کې د ګډون او دتبلیغاتي توکو دبرابرولو په برخه کې دهمکارۍ ژمنه کړې ده.

 

دغه بند د 80 زره هکتاره ځمکې د خړوبولو توان سربېره همدا راز د ٥٢ ميليونو مکعب مترو اوبو ذخیره کولو ظرفيت هم لري، چې په نيمروز ولايت کې جوړ شوى دى، چې د کرنې په وده او پراختيا کې به مهم رول ولري.

 

باید یاده شي، چې د دغه بند د جوړولو چارې د هېواد د لومړني جمهور رئيس سردار محمد داوود خان د جمهوري رياست دوره کې پيل شوې وې او له ٤٤ کلن ځنډ وروسته د ولسمشر غني په دوره کې د افغانستان له پرمختيايي بودجې څخه بشپړې شوې.