طالبانو بندیان تر سختو شکنجو لاندې نیولي

طالبانو بندیان تر سختو شکنجو لاندې نیولي


  • 3 کاله دمخه (15/03/2021)
  • کامران احمدزي
  • 1353

د بشر حقونو کمېسون د څار نړیوال سازمان وايي، چې طالبان لاهم په خپلو زندانونو کې بندیان تر سختې شکنجې لاندې نیولي.

د بشر حقونو د څار بنسټ د اسیا برخې مرستیالې پاترېشیا ګاسمن ویلي، چې طالبان لا هم ګڼ پټ زندانونه لري او خپل بندیان په بېلابېلو بڼو شکنجه کوي.

نوموړې ویلي، چې د دوی د څېړنو له مخې د طالبانو زندانونه له اوږدې مودې راهیسې شتون لري او د افغانستان د روانې کشالې یوه برخه ده.

د مېرمن ګاسمن په خبره، د طالبانو په زندانونو کې د بندیانو لپاره د مدافع وکیل د ګمارنې نشتوالی، د اعتراف لپاره د بندیانو ډبول، او په ځینو مواردو کې وژل، هغه څه دي چې نړیوالو سازمانونو یې په اړه اندېښنه ښودلې ده.