د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: د کورنیو چارو وزارت دې د وروستیو څرګندونو وضاحت وکړي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: د کورنیو چارو وزارت دې د وروستیو څرګندونو وضاحت وکړي.


  • 3 کاله دمخه (15/03/2021)
  • خالد سهار
  • 1392

د افغانستان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د کورنیو چارو وزارت د ویاند، طارق ارین پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښکاره کړی دی. 

 

د یادې کمېټې له لوري په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، چې د کورنیو چارو وزارت، د ویاند وروستیو څرګندونو په تړاو غوښتي دي، چې نوموړی باید د دې موضوع په هکله ژر رسنیو او عامو خلکو ته سپیناوی ورکړي.

 

په اعلامیه کې همدا راز راغلي، چې د یاد وزارت له لوري د داسې خبرونو خپرول نه یوازې دا چې د خلکو ذهنونه خرابوي، بلکې له رسنیو سره د وزارت رغنده اړیکې هم ستونزو سره مخ کولای شي او دا ډول څرګندونې د بیان پر ازادۍ او رسنیو سخت ګوزار دی.

 

باید یاده شي، چې نن دوشنبه د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین پر خپل ټویټر لیکلي، داسې مالومات یې ترلاسه کړي، چې ښيي یوه خصوصي رسنۍ د چاودېدونکو توکو په لېږد کې لاس لري او په خبره یې په دې برخه کې د مطلوب ځواب د ترلاسه کولو لپاره کار کوي.

 

بل لورې د افغانستان د رسنیو د ملاتړ ادرې اجرائیوي مشر مجیب خلوتګر هم دا څرګندونې په کلکه رد کړي او ویلي یې دي، چې دغه رسنۍ چاودېدونکي توکي نه، بلکې د نوي کال د لمانځلو په موخه یې پټاکۍ لېږدولې.

 

خبریال، میرویس ستانکزي یادې مسئلې ته په غبرګون پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، «د کورنيو چارو وزارت وياند چې په خپل اصلي مسٸوليت کې ناکامه دى، له رسنيو سره يې کاري اړيکې صفر دي، خو برعکس لکه د جمهوريت د مخالفينو هغسې په غير مسٸولانه توګه د رسنيو بدنامولو ته سخت چمتو دى. ارزو ټلويزيون په مجاز او قانوني ډول د کومې خپرونې لپاره پټاقۍ لېږدولې، خو ده ښاغلي د ترهګرۍ تور پرې پورې کړ.»

 

د یادونې ده، دا لومړی ځل دی چې افغان حکومت د رسنیو په هکله دغه ډول ادعا کوي، چې د ګڼو افغان خبریالانو له له غبرګون سره مخ شوې ده.

 

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له لوري د سپیناوي د غوښتلو سربېره هم د کورنیو چارو وزارت ویاند، په خپله خبره ټینګار کوي او زیاتوي، مالوماتو ته لاسرسی د خلکو مسلم حق دی، په دې اړه کافي اندازه اسناد او ثبوتونه شتون لري، چې مناسب وخت کې به یې له خلکو سره شریک کړي.