د مانچستر يونايتېد لوبغاړى فریدریکو رېدریګوس سنتوس چې په اصل کې د برازیل دی وايي دى توکميز چلند نشي منلى.
د تېرې يکشنبې له لوبې وروسته چې د لېسټر پر وړاندې وه او مانچستر يونايټيډ په کې ماته وخوړه ځينو کسانو په خواله رسنيو کې دې لوبغاړي ته بدې خبرې لیکلې وې.
دا خبرې د ده د انسټگرام پر حساب شوې وې او ورسره د مانچسټر یونایټېد ځينو نورو لوبغاړو ته هم ورته بدې او سپکې لفظي تيرى شوی و.