د مکسېکو حکومت یوه ورځ کې تر ۵زره زیات غیرقاوني کډوال نېولي

د مکسېکو حکومت یوه ورځ کې تر ۵زره زیات غیرقاوني کډوال نېولي


  • 1 مياشت دمخه (05/12/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 52

د ټرمپ له ګواښ وروسته د مکسېکو حکومت په یوه ورځ کې له ۵ زره زیات غېر قانوني کډوال نېولي دي. 

 

وروسته له هغې چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکا ته له مکسېکو پر واردېدونکو توکو تعرفه لوړه کړه او هدف یې د غیرقانوني کډوالو پر وړاندې په مبارزه کې د یادو هېوادونو لخوا د جديت زیاتوالی وښود، تازه په یاد هېواد کې ۵ زره او ۲۰۰ غیر قانوني کډوال نېول شوي دي. 

 

همداراز د مکسېکو ولسمشر کلودیا شېنباوم هم ټرمپ ته ډاډ ورکړی چې د غیر قانوني کډوالو پر وړاندې به په کلکه مبارزه وکړي.