سمیت: بایډن افغانستان کې د ځواکونو پاتې کیدل ارزوي

سمیت: بایډن افغانستان کې د ځواکونو پاتې کیدل ارزوي


  • 3 کاله دمخه (25/03/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1344

 

د امریکا د کانګرس یو مخکښ غړی وايي، د دغه هېواد حکومت افغانستان کې د روان میلادي کال تر مې میاشتې وروسته د امریکايي ځواکونو پاتې کیدل ارزوي.

د امریکا استازو مجلس کې د وسله والو ځواکونو کمیټې مشر ادم سمیت د "بهرني سیاست" په نوم رسنۍ ناستې ته له لرې وینا کې ویل، د جو بایډن حکومت له طالبانو سره د دوحې تړون له مخې له افغانستان څخه د ځواکونو وتلو نیټې په هکله پرېکړه نه ده کړې.

د سمیت په وینا، د جو بایډن حکومت افغانستان کې له داعش سره د مقابلې لپاره د ترهګرۍ ضد ځواکونو د پاتې کیدلو لپاره له طالبانو سره تړون ته رسیدل ارزوي.

نوموړي دا هم وویل، چې د جو بایډن حکومت د ملي امنیت سلاکار جیک سالیون او دفاع وزیر لویډ استین سره یې له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو په هکله خبرې کړې دي.