تاجکستان له افغانستان سره د همکارۍ ژمنه وکړه

تاجکستان له افغانستان سره د همکارۍ ژمنه وکړه


  • 3 کاله دمخه (30/03/2021)
  • حضرت علي میاخیل
  • 1634

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان نن د اسیازړه – استانبول بهیر کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل، چې له افغانستان سره د سولې په برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دی. ده وویل چې د تاجکستان ستره هیله په افغانستان کې د سولې راتګ دی. امام علي رحمان وړاندې وايي چې د سولې په برخه کې دې د هر افغان غږ واوریدل شي تر څو دلته یوه پایداره سوله راشي. رحمان زیاته کړه، چې د افغانستان او تاجکستان اړیکې به لا ښې کېږي او د پراختیا لپاره یې دواړو هېوادونو په ګډه کار شروع کړی دی. په دوشنبه کې نن د افغانستان په اړه د اسیا زړه نهم کنفرانس دی، چې تر ډېره د افغانستان د سولې په اړه خبرې اترې په کې کېږي.