په لغمان ولایت کې د ایزي کنیکټ (easy connect) انټرنیټي شرکت خپل خدمات رسماً پیل کړل.
د لغمان ولایت مقام له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، د ایزي کنکټ انټرنیټي شرکت مسؤول جواد شریف د معلوماتو له مخې، چې دغه شرکت په لغمان ولایت کې لومړنی حضوري او دفتر لرونکی شرکت دی چې د ولسونو، خصوصي او دولتي ادارو په غوښتنه به چټک انټرنیټ رسیدنه ترسره کوي.
سرچینه وايي، چې د یاد انټرنیټي شرکت په پرانیسته کې د لغمان ولایت د بېلا بېلو ادارو مسوولینو او ګڼو ځوانانو برخه اخیستې وه.