دميدان وردګو ولايت له تېرودوه درې كلونوراپه دېخوا په نړيواله مېډياكې يوناامنه ولايت په ګوته شوى وو اوكه په ريښتياوويل شي دمېډياوواوخبري رسنيوخبرې پرځاى وې ناامني پكې ترډېره ځايه واكمنه وه اودخلكوژوندورځ تربلې دبحران په لوري روان وو.خواوس دوخت دچارواكودګړنديوهڅوپه پايله كې دادى دميدان وردګو ولايت پريوې باامنې سيمې بدل شوى دى او ورځ تربلې پكې دغالۍ په څېرامنيتي خوځښت هرې سيمې ته غځېږي اودمېشتوخلكوهيلې په غوړېدودي.
په ميدان ښاركې له څوكلونوراپه دې خوادمڼې ګل مشاعرې كېږي اودشعراوشاعرۍ مست لارويان ورته آن له ننګرهار،كندهار،پكتيا،خوست او... راځي اوپه نوموړې مشاعره كې خپله شعري تنده ماتوي ،خوندترې اخلي اوځي.
سږكال هم له دودسره سم دمڼې ګل نهمه مشاعره په ډېرشور اوځوږسره تېره شوه بېلابېل شاعران له لرې اوګاونډيو ولاياتوڅخه راغلي وواوپه پوره مينه اولېوالتيايې په دې مشاعره كې برخه واخيسته دا،چې په نوموړې مشاعره كې څه تېرل شول غواړم په ډېروكموكرښوكې يې يادونه وكړم اوهمدارنګه هغه ټكي كوم ،چې دتېروكلونوپه مشاعروكې نه وواو اوس پكې يونوښت راغلى وه بايد خبرې پرې وشي.
يوسترنوښت :
دمڼې ګل دنهمي دوديزې كلنۍ مشاعرې نوى اولوى نوښت داوه ،چې ددې مشاعرې په وياړدميدان وردګودولايت فرهنګپال اوخدمتګاروالي ښاغلي محمدحليم فدايي ددې ولايت اودهېوادپه كچه ديوشمېرليكوالانودلاهڅوونې اوملاتړپه موخه پوره ۱۴ ټوكه بېلابېل ادبي ،تخنيكي ، علمي اودېته ورته نوره په زړه پورې كتابونه په خپل لګښت چاپ كړل اويوشمېريې ليكوالانوته ځانګړي شول اونورپه دې مشاعره كې يوشمېرفرهنګپالواولويودرنوسټوته وركړل شول .
زه فكركوم تردې مهاله به نه يوازې ديوې مشاعرې په وياړبلكې ديوې لوې غونډې لپاره به په دې كچه كتابونه نه وي چاپ شوي اوهغه هم ټول ديوتن په مالي لګښت .زه ددې مشاعرې اوهمدارنګه دښاغلي والي صيب دايولوى نوښت ګڼم الله (ج) دښاغلى فدايي صيب ته ډېرڅه وركړي ځكه هغه نه يوازې ليكوالان ونازول او وه يې هڅول بلكې دې وروسته پاتې ټولنې ته يې يوستراونه هېرېدونكى چوپړوكړكه يې څوك په دې خدمت سترګې پټوي څنګه به وي ؟؟؟؟؟
سندريزماښام (دغزل شپه):
ترمشاعرې وړاندې يانې دجمعې په شپه سنديزماښام يادغزل شپه جوړه شوې وه له لرې پرتوسيموسربېره دلوى استادښاغلي محمدآصف صيميم صيب په مشرۍ دننګرهاراوكونړدشاعرانه سيمې ستركاروان هم ورته راورسېده نورمشران مېلمانه هم ورسره وه .دغزل داشپه په شعرونواودعبدالحميدكندهاري په سندروګرمه وه اودشپې په ورستيوكې مشران مېلمانه دوالي صيب اقامت ګاه كې ويده شول اونورمست شاعران ترګرموآتڼونووروسته دمشاعرې په ځاى كې په نرمواوپستوغاليواودوشكوويده شول.
مشاعره :
مشاعره دسهارپه 9:30 بجودقرآنكريم په څومباركوآياتونوسره پيل شوه اوترپيلېدو وروسته دمشاعرې ټول برخه وال دملي سرود ددرناوي په خاطرولاړشول ،ملي سرودوغږول شواوخلك پرخپلوځاينوكېناستل .
په پيل كې دميدان وردګووالي ښاغلى محمدحليم فدايي وبلل شواودغونډې برخوالوته يې خپلې خبرې وكړې ،نوموړي دشاعرانودوخت نه نيولوته په پام سره لنډې خبرې وكړې .
دخبرولپاره دهېوادلوى اوپياوړى استادښاغلى حبيب الله رفېع صيب ته بلنه وركړل شوه ترڅودغونډې برخوالوته خپلې خبرې وكړي ،ښاغلي استادرفېع صيب دشعراوشاعرۍ اودمشاعرود دودېدوپرشاليدخبرې وكړې او ورسره جوخت يې يوبل ټكي ته هم ګوته ونيوه اوهغه دا،چې دنوموړي پرويناپه شعركې اوس كنځلې كېږي اوشعريت ته يې زيان اړولى دى اوهغه شعرنه دى ،چې دشعري اصولواوقواعدوله پولې آخوا واوړي .نوموړي دخپلوخبروپه لړكې وويل كه هرڅوك غواړي نيوكه وكړي ودې كړي خوپه شعري چوكاټ كې اوهرڅه دې ووايي خو،چې شعريت پكې وي نه داچې دشعركړۍ ماته كړي اوبهرووځي.
ترخبرواترو وروسته مشاعره پيل شوه اوشېبه په شېبه دمشاعرې بڼه په زړه پورې كېده ځكه شعرونه په عمومي ډول وړشعروه زمزمه كېدل اوهرشعرته ډېرلاسونه پړكول كېدل ،هڅونه بېخي ډېره وه اكثره پكې شوخ شعرونه وويل شول اوپه زړه پورې خبره خوداوه ،چې په دې مشاعره كې كنځلې ونه شوې يانې داسې څه ونه ويل شول ،چې له يوې خوادشعري كلام دېوالونه ونړوي اوله بلې خواچارواكي په تندواوبې ځايه خبرو وټكول شي . زه فكركوم دمشاعرې خوږوالى په همدې كې وه ، چې شوخ شعرونه وړاندې كېدل اوبل داچې اكثره شعرونودسولې اوخواخوږۍ پيغام له ځان سره درلود.
مشاعره دورځې تريوې بجې پورې وغځېده ترهغه وروسته دمشاعرې دارزونې لپاره له ننګرهاره راغلي مشرمېلمه ښاغلى محمدآصف صميم صيب راوبلل شو.نوموړي دمشاعرې هره برخه وه ارزوله اوزياته يې كړه ،چې مشاعره په خپل وخت نه ده پيل شوې اوبايدسهاروخته پيل شوې وى ځكه يوشمېرشاعرانوته ښايي وخت نه وي رسېدلى دغه رازيې دشعرونوپرڅرنګوالي هم خبرې وكړې او ويې ويل ،چې ښه شعرونه وړاندې شول ښه پيغام يې درلوداوداښه وشول ،چې ناسم شعرونه نه وه دهغه په ويناښه مشاعره وه اوزه يې په زړه پورې ګڼم.
تحفې اودرناوى:
له مشاعرې وروسته درنوسټواومشرانوته دولايت دمقام لخوايوشمېرتحفې په پام كې نيول شوې وې ،چې دبېلابېلومشرانولخوايوبل ته وركړل شوې .بايدوويل شي ،چې دميدان وردګوولايت دولس لخوادرې مډالونه ددې ولايت والي ښاغلي محمدحليم فدايي ته همدارنګه دباخترداطلاعاتي آژانس عمومي رئس ښاغلي ضيابومياته دارواښادغازي محمدجان خان مډال اوآغلې ليلاخرم ته دارواښادډاكټرعبدالوكيل خان مډالونه وركړل شول.دغه رازراغلومشرانومېلمنوته دوالي صيب اوددې ولايت دمشرانولخوادهغوي ددرناوي په خاطرلونګۍ ورپه سركړل شوې اوهمدارنګه دهغوكتابونويوكلېكسون كوم ،چې په دې مشاعره كې چاپ شوي وه دتحفې په ډول ورته وكړل شول .
تحفې نه يوازې مشرانومېلمنوته وركړل شوې بلكې دكركټ هغوكشرولوبغاړوته كوم ،چې په نړيوالولوبوكې يې ګډون كړى وه وركړل شوې اودهغوى مشرياكفټان ته دوالي صيب لخوايوه نمره ځمكه هم وركړل شوه .
ستاينليكونه:
ستاينليكونه بېلابېلوكسانوته وركړل شول دكركټ اوواليبال بېلابېلوټيمونوته له تحفوسره يوځاى وركړل شول دغه رازيوشمېرمېرمنوته لكه آغلې اناركلي هنريار،حميراحقمل اودېته ورته نورومېرمنوته وركړل شول .
ددې ولايت فرهنګي څېروته دلاهڅونې په موخه يوشېرستاينليكونه وركړل شول .