نیویارک ټایمز: امریکا د تاوتریخوالي د کمېدو په لټه کې ده.

نیویارک ټایمز: امریکا د تاوتریخوالي د کمېدو په لټه کې ده.


  • 3 کاله دمخه (05/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1318

سمسور (دوشنبه -  وری - ۱۶) امریکا هڅه کوي، چې په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي کچه راټيټه کړي او پر طالبانو فشار راوړي، ترڅو روانې جګړې ودروي.

امریکايي رسنۍ نیویارک ټایمز په خپل نشر کړي مطلب کې ویلي، چې امریکا نه غواړي په افغانستان کې دې خپل سرتیري د نامعلومې اوږدې مودې لپاره پاتې کړي؛ نو ځکه هڅه کوي، ترڅو په یاد هېواد کې جګړې ختمې کړي او د خپلو سرتېرو ایستلو ته زمینه برابره کړي.

یادې رسنۍ په مطلب کې وړاندې لیکلي، چې افغانستان کې اوس مهال جګړو زور اخیستی او طالبان د زور له لارې واک ته درسېدو هڅه کوي؛ خو که په همدې حالاتو کې امریکا وځي؛ نو ښايي افغانستان کې یو بل ناورین رامنځه ته شي.

د سرچینې په خبره د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره لاهم فرصت نه دی برابر او د بایډن په مشرۍ د امریکا حکومت هڅه کوي ترڅو په یاد هېواد کې خپل مسؤولیت پای ته ورسوي.

که څه هم د دوحې د تړون له مخې د امریکايي ځواکونو وتلو ته کمه موده پاتې؛ خو داسې ښکاري، چې امریکا به یو ځل بیا افغانستان کې د سرتېرو حضور ته ادامه ورکړي.

تېره ورځ فارن پالیسي هم ویلي و، چې امریکا به د یوې اوږدې مودې لپاره افغانستان کې پاتې نه شي او په کار ده، چې د یاد هېواد اوسني کړکېچ ته هند هم را داخل کړي.