هند کې یوه ښوونځي ۳ زره افغانانو ته د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا جعلي سندونه ورکړي.

هند کې یوه ښوونځي ۳ زره افغانانو ته د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا جعلي سندونه ورکړي.


  • 3 کاله دمخه (07/04/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1012

سمسور (چهارشنبه - د وري - ۱۸) له فساد سره د مبارزې کمیسیون په هند کې یو داسې ښوونځی موندلی، چې درې زره افغانانو ته د لیسانس، ماسټري او دوکتورا سندونه ورکړي دي. 

 

د یاد کمیسیون رییس عبدالقیوم نظامي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې په هند کې د ای‌اس‌بي‌ایم په نامه یو ښوونځي درې زره افغانانو ته جعلي تحصیلي سندونه ورکړي دي. هغه څرګنده کړې، د دوی د څېړنو له مخې دغه ښوونځی تر دوولسم ټولګي پورې زده کوونکي روزي، خو افغانانو ته یې د لیسانس، ماسټري او دوکتورا سندونه ورکړي دي.

نظامي زیاته کړې، چې دا مسئله قضایي تعقیب ته اړتیا لري. نوموړي همدا راز ویلي، چې د ولسمشر په حکم له فساد سره د مبارزې ادارې درې موازي بنسټونه لکه، له فساد سره د مبارزې ځانګړی سکرتریت، د دارایي د ثبت اداره او میک اداره لغوه او له فساد سره د مبارزې کمیسیون کې مدغم شوي دي.

باید یاده شي، چې له دې وړاندې هم دځینو پخوانیو چارواکو دسندو په اړه شکونه موجود ول، خو دا لومړی ځل دی، چې په دومره اندازه جعلي اسناد تثبیتېږي کېږي.