فوزیه کوفي: د بهرنیانو وتل ناسمې پایلې لري.

فوزیه کوفي: د بهرنیانو وتل ناسمې پایلې لري.


  • 3 کاله دمخه (11/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1101

سمسور(یکشنبه د وري ۲۲) که بهرنیان وځي؛ نو د افغانستان اوسنی وضیعت د خرابېدو خواته ځي.

د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي غړې فوزیه کوفي له سي ان ان ټلویزون سره مرکه کې ویلي، چې د افغانستان اوسني وضیعت ته په کتو اړتیا ده، چې بهرني سرتیري په افغانستان کې پاتې شي.

نوموړې ویلي، چې که امریکا او نور بهرني ځواکونه افغانستان پریږدي؛ نو دا وېره شته، چې ځینې هیوادونه به د افغانستان په کورنۍ جګړې پانګونه وکړي او دا هیواد به یو ځل بیا خپلې تېرې لاسته راوړنې له لاسه ورکړي.

هغې د مېرمنو د حقونو خوندیتوب په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او همداشان یې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغان سولې وضیعت ته په پوره دقت پام وکړي.

کوفي یادې اندېښنې په داسې حال کې شریکوي، چې دوه ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي و، چې افغانستان کې به د خپلو سرتېرو د برخلیک په اړه ژر پرېکړه وکړي.