بایډن د افغانستان او ایران په اړه تېروتنه کوي

بایډن د افغانستان او ایران په اړه تېروتنه کوي


  • 3 کاله دمخه (18/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1491

سمسور(یکشنبه د وري ۲۹) بایډن لاهم د افغانستان په اړه له سیاسي ناندریو او جګړو زدکړه نه ده کړې او له افغانستان څخه د ځواکونو وتلو او ایران سره د د يپلوماتیکو اړیکو جوړېدو په اړه لویه تېروتنه کوي.

 واشنګټن پوسټ په یوه مطلب کې د امریکا ددفاع د پخواني وزیر رابرت ګیټس له خولې ویلي، چې بایډن په نړۍ کې وضعیت په سمه توګه نه څاري، له سیاسي ناندریو او جګړو یې زده کړه نه ده کړې او د ایران او افغانستان په اړه په تېروتنه بوخت دی.

د سرچینې په خبره، ایران په ښکاره ډول د اتومي وسلو د جوړولو په هڅه کې دی؛ خو بایډن له یاد هېواد سره د سیاسي معاملې لټه کوي او همداشان افغانستان کې هره ورځ جګړه په تېزېدو ده؛ خو بایډن له یادې جګړې څخه د اوږو سپکولو په لټه کې دی.

د سرچینې په خبره، ایران اټومي وسلو ته په ښکاره ډول د لاسرسي هڅه کوي او همداشان افغانستان کې د امریکایي ځواکونو تلفات او لګښت دواړه کم دي؛ خو بایډن دا هرڅه شاته پریښي، چې دا چاره به امریکا ته زیان واړوي.

باید یاده شي، وروسته له هغې، چې بایډن واک ته رسېدلی؛ نو د امریکا د ډېرو مسئلو د حل لپاره یې ديپلوماتیکه لار غوره کړې ده.