روسيه: په افغانستان کې د ناټو ماموریت نابریالی وه.

روسيه: په افغانستان کې د ناټو ماموریت نابریالی وه.


  • 3 کاله دمخه (22/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1410

سمسور (پنجشنبه د غوایي ۲) روسیې په افغانستان کې د ناټو ماموریت نابریالی بللی دی.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه ټویټ کې ویلي، په افغانستان کې د ناټو شل کلن ماموریت نابریالی بللی شو.

مطلب کې راغلي، چې طالبان د افغانستان له نیمې په زیاته برخه کې فعالیت لري.

مطلب زیاتوي، چې افغانستان د داعش ډلې لپاره یو خوندي ځای او د نړۍ تریاکو د بازار ۸۰ سلنه جوړوي.

د روسیې دا څرګندونې وروسته له هغه دي، چې د ناټو په ګډون امریکا او یو شمېر نور هېواد  په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پای ته رسوي.

د راپورونو له مخې، یاد بهرني ځواکونه به د تر راروانې سپټمبر میاشتې ۱۱ نېټې پورې له افغانستانه ووځي.