سمسور (شنبه د غوایي ۴) د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، تېره شپه د دې ولایت اچین ولسوالۍ مامندرې سیمه کې طالبانو پر امنیتي پوستو برید کړی.
چارواکي وایي، چې امنیتي ځواکونو په ځوابيه بريد کې سپين غر ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی ولسوال مسافر د خپلو څلور ملګرو سره وژل شوی او پنځه ملګري يې ټپیان شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې د یاد ځوابیه برید پر مهال د طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات هم لمنځه وړل شوي دي.
طالبانو تر اوسه پورې په دې تړاو کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.