لوګر کې د طالبانو مهم قومندانان وژل شوي

لوګر کې د طالبانو مهم قومندانان وژل شوي


  • 2 کاله دمخه (29/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1180

افغان ځواکونو لوګر کې د طالبانو درې مهم قومندانان وژلي.

 افغان ځواکونو د لوګر په برکي برک ولسوالي کې د طالبانو د سرې قطعې د ۳ قومندانانو په ګډون ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې افغان ځواکونو  تېره شپه د طالبانو د سرې قطعې درې قومندانان "مولوي عبدالحمید" مشهور په "حماسي"، "قاري موسی" او "مولوي عبدالمجیب" په ګډون ۵ تنه وژلي او نهه تنه نور یې ټپيان کړي دي.

خبرپاڼه کاږي، چې افغان ځواکونو په یادو عملیاتو کې د دوی یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړي دي.

ویل کیږي په وژل شویو کې عبدالحمید حماسي د یادې ډلې د جلب او جذب مهم او مشهور مسؤل و، چې هره ورځ به یې سلګونه خلک د طالبانو لیکو ته جذبول