عبدالله عبدالله له ۴۳ ورځني سفر وروسته، بېرته کابل ته راستون شو

عبدالله عبدالله له ۴۳ ورځني سفر وروسته، بېرته کابل ته راستون شو


  • 2 کاله دمخه (11/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 644

سمسور (۲۱غبرګولی۱۴۰۱) مخکېني حکومت کې د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له ۳۴ ورځو سفر وروسته، نن بېرته خپل هېواد ته راګرځېدلی دی. 

ښاغلي عبدالله پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي: "څو شېبې مخکې د وطن غېږې او خلکو ته بېرته راغلم." 

هغه په ​​افغانستان کې د ا.ا تر واکمنۍ وروسته د لومړي ځل لپاره تېر کوچني اختر کې هند ته د خپلې کورنۍ د ليدو لپاره تللى و.

عبدالله عبدالله د خپل سفر په ترڅ کې له امریکایي او فرانسوي چارواکو سره د افغانستان وروستي وضعیت په اړه هم کتلي دي.