عبدالله: طالبان دې خپلې غوښتنې د سولې د خبرو پر مېز مطرح کړي.

عبدالله: طالبان دې خپلې غوښتنې د سولې د خبرو پر مېز مطرح کړي.


  • 3 کاله دمخه (02/05/2021)
  • خالد سهار
  • 1460

سمسور (یکشنبه د غویي ۱۲) د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، افغان سیاسي مشران باید د سولې مذاکراتو څخه د ملاتړ په هدف له طالبانو سره د سولې خبرو کې سره یو ځای شي او یا دې هم د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د یوې "ترخې" جګړې په تمه شي.

هغه دا څرګندونې تېره ورځ له اسوشېټيډ پریس اژانس سره مرکه کې کړې دي. 

عبدالله عبدالله د خپلو خبرو پر دوام یو وار بیا په طالبانو غږ کړی، چې دوی باید خپلې غوښتنې د سولې د خبرو پر مېز مطرح کړي او په خبره یې افغان حکومت یې په هکله بحث کولو ته چمتو دی.

عبدالله عبدالله داسې مهال د افغان سولې لپاره د سیاسیونو پر یووالي ټینګار کوي، چې ولسمشر غني د سولې په اړه د ملي او سیاسي اجماع د پیاوړتیا او سولې ته د رسېدو په موخه نن په ارګ کې له استاد حاجي محمد محقق، سیاسي او جهادي مشر حاجي دین محمد او ملي سوداګر محمد اسماعیل غضنفر سره کتلي دي.