پر اسرائیلو د ایران د برید له ګواښ سره سم؛ لوړی پوړی امریکايي جنرال تل ابیب ته رسېدلی

پر اسرائیلو د ایران د برید له ګواښ سره سم؛ لوړی پوړی امریکايي جنرال تل ابیب ته رسېدلی


  • 8 مياشتي دمخه (12/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 350


د امریکا د پوځ ویاند جنرال پت ریدر ویلي چې د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال ایریک کوریلا به د دغه هېواد له چارواکو سره د منیتي ګواښونو په اړه خبرې وکړي.

د ریدر په خبره، ټاکل شوې وه، چې دا سفر وروسته ترسره شوی وی؛ خو په سیمه کې د موجودو امنیتي ګواښونو له کبله یې سفر له ټاکلې مودې مخکې ترسره کړی.

بل لور ته د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک له خپل ایراني سیال امیر عبداللهیان سره په ټیلفوني خبرو کې ویلي، المان په سیمه کې ټول لوبغاړي هڅوي، چې مسوولانه اقدام او له زغم کار واخلي.

هغې ویلي، هیڅوک لېواله نه دي چې د نه وړاندوینې وړ پایلې وګوري.

د یادونې ده، چې ایران تر دې وړاندې ګواښ کړی، چې د سورې په مرکز دمشق کې به د شوي برید غچ واخلي.
اسرائېلو بیا د ایران د هر ډول سناریو پر وړاندې د چمتووالي خبر  ورکړی دی.