هلمند کې انتونيک اډه په رسمي توګه د ۲۱۵ میوند قول اردو ته تسلیم شوه.

هلمند کې انتونيک اډه په رسمي توګه د ۲۱۵ میوند قول اردو ته تسلیم شوه.


  • 3 کاله دمخه (02/05/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1308

سمسور (یکشنبه د غويي) د ۲۱۵ میوند قول اردو وایي، نن سهار د همدې قول اردو په قرارګاه کې د "انتونيک" اډې د تسلیمۍ مراسم د ۲۱۵ میوند قول اردو د رهبرۍ او امریکایي ځواکونو په شتون کې د افغان دفاعي ځواکونو له لوري ترسره شوي.

اعلامیه کې همدرانګه راغلي، چې په دې مراسمو کې د ۲۱۵ میوند قول اردو مشرتابه د دې ځواکونو له مرستې او ملاتړ څخه مننه وکړه او له دوی سره یې خدای پاماني وکړه.

دغه قول اردو وایي، چې انتونيک اډه به د افغان ځانګړو ځواکونو د يوې قرارګاه په توګه په همدې نوم سره يادېږي.

یاده قول اردو زیاتوي، چې د ۲۱۵ میوند قول اردو به د ترورېزم پر وړاندې خپل عملیات چټک او په سویل لویدیځ کې به د ترهګرو ځالې په نښه کوي.