ولسمشر غني د دشتي برچي سیمې برید د طالبانو کار بللی.

ولسمشر غني د دشتي برچي سیمې برید د طالبانو کار بللی.


  • 3 کاله دمخه (08/05/2021)
  • خالد سهار
  • 1485

خیبر نوښت (شنبه د غوایي ۱۸) افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل ښار د دشت برچي سيمې برید غندلی او یاد برید یې "وحشيانه او د طالبانو کار" بللی دی، خو طالبان وایي، چې دوی پورې اړه نه لري. 

ارګ وایي، «جمهوررئیس غني د دغه وحشیانه عمل د سخت غندلو پر مهال وویل، طالبانو خپل نامشروع جنګ ته په شدت ورکولو او تاوتریخوالي زیاتولو سره یو ځل بیا وښوده چې نه یوازې د اوسني بحران د سوله ییز او اساسي حل اراده نه لري، بلکې د وضعیت په پېچلي کولو سره د سولې لپاره برابر شوی فرصت سبوتاژ کوي.» 

ارګ زیاتوي، چې ولسمشر غني همدارنګه امنیتي ځواکونو ته لارښوونه وکړه، د طالبانو بشري جنایتونه چې هره ورځ زموږ بېګناه هیوادوال قرباني کوي، بې ځوابه پرېنږدي. 

بل لورته طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې بیا په دې برید کې د دوی لاس لرل رد کړي دي.

د یادونې ده، چې نن مازدیګر شاوخوا څلور بجې د کابل ښار ۱۳مې امنیتي حوزې اړوند په دشت برچي سیمه کې د سیدالشهدا مکتب مخې ته د زده‌کوونکو د رخصت پر مهال چاودنه رامنځته شوې وه، چې په ترڅ کې یې ۲۵ تنو خپل ژوند بايلود او ۷۹ نور ټپیان دي.

که څه هم پولیسو د چاودنې څرنګوالي په تړاو څه نه دي ویلي، خو د سیمې خلکو بیا ویلي، چې چاودنه د موټربم له امله رامنځته شوې ده.