د کرکټ نړيوالې شورا اعلان وکړ، چې د روان ۲۰۲۱ م کال شل اوريز نړيوال جام به د هند پر ځای په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي؛ خو لومړی پړاو به يې په عمان کې وشي.
د ۲۰۲۱م کال شل اوريز نړيوال جام د روان کال اوکټوبر مياشتې په ۱۷مه نيټه پیلیږي او د نوامبر په ۱۴ مه نېټه پای ته رسیږي.
یاد جام مخکې په هند کې پلان شوی وه، چې ترسره به شي؛ خو په هند کې د کرونا ویروس د زیاتوالي له امله متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.
باید یاده شي، چې له نړیوال جام مخکې به ای پي ایل هم په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.