د جمهور رئیس باېډن او جمهور رئیس غني د رسمي کتنې د پیل د خبرو متن

د جمهور رئیس باېډن او جمهور رئیس غني د رسمي کتنې د پیل د خبرو متن


  • 3 کاله دمخه (26/06/2021)
  • مير احمد ياد
  • 1727

جمهور رئیس جو باېډن

دا ډېره ښه ده چې دوه پخواني ملګري سره یو بل ویني. موږ په افغانستان کې څو څو ځله اوږده اوږده ملاقاتونه کړي او نن دلته د دوی (جمهور رئیس غني او پلاوی) هرکلی کېږي. دوی دا فرصت درلود چې د دفاع له وزیر نیولې تر د سي اې ای د مشر پورې د حکومت له مهمو مقاماتو سره وویني. اوس د خوښۍ ځای دی چې دوی په سپینه ماڼۍ کې راسره دي.

د افغانستان او متحده ایالاتو مشارکت نه ختمېږي، بلکې دوام کوي. لکه څنګه چې تاسې پوهېږئ، زموږ ځواکونه به له افغانستانه ووځي، خو زموږ له لوري د افغانستان ملاتړ نه ختمېږي. دا ملاتړ به د نظامي (وسایطو او تجهیزاتو) د ساتنې او پالنې په برخه کې او همدارنګه د سیاسي او اقتصادي مرستو په بڼه دوام وکړي.

موږ دواړه سختې دندې لرو. زه چې هر وخت دا فکر کوم چې زما وظیفه سخته ده، نو جمهور رئيس (محمد اشرف غني) را یادېږي. تاسې په اوس وخت کې ډېر مهم کار ترسره کوئ او هڅه کوئ چې د افغانستان په رهبرانو کې یووالی رامنځته کړئ. افغانان به د خپل راتلونکي په اړه پخپله پرېکړه کوي چې څه غواړی، خو په دې برخه کې به زموږ د مرستو کمی نه وي. دا بې رحمه تاوتریخوالی باید نور بس شي، که څه هم ډېر سخت به وي.

خو موږ به په هر حال، ستاسې ترڅنګ یوو او خپله ټوله هڅه به کوو چې تاسې څه ته اړتیا لرئ، هغه ولرئ.

 

جمهور رئيس محمد اشرف غني

ډېره مننه ښاغلی جمهور رئيس. لومړی به هغو ۲۴۴۸ تنو امریکایانو ته د درناوي مراتب وړاندې کړم چې (په افغانستان کې یې) لویه قرباني ورکړې ده، همدارنګه هغو تر یو میلیون ډېرو مخکښو امریکایانو ته چې ستاسې د امنیت او زموږ د آزادۍ لپاره یې په پوره ویاړ او اخلاص خدمت کړی دی.  

متحده ایالاتو په دې دومره کلونو کې له هېڅ ډول مالي او ځاني قربانۍ درېغ نه دی کړی. د یوه منندوی ملت په توګه د دې کار درناوی کوم او له تاسې هیله کوم چې د قربانیانو له کورنۍ مننه وکړئ.

دویم دا چې (له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ویستلو په اړه) د جمهور رئيس باېډن پرېکړه تاریخي پرېکړه وه. دې پرېکړې ټول خلک متوجه کړل چې بیا له سره فکر وکړي، موږ دلته د دې پرېکړې درناوی او ملاتړ کوو.

درېیم، موږ د اړیکو یوه نوي فصل ته ورځو، په دې فصل کې به له متحده ایالاتو سره مشارکت، زموږ مشترکو ګټو ته په کتو نظامي نه، بلکې هراړخیز وي. موږ خوښ او ډاډه یوو چې دا مشارکت به دوام ومومي. له تاسې هم د لومړیتوبونو د تنظیم له امله مننه کوم.

د افغانستان ملت اوس په هغه شېبه کې دی چې په ۱۸۶۱ز کال کې ورسره د جان اف کنېډي په دوره کې متحده ایالات مخ وو. د افغانستان ملت هم د جمهوریت د دفاع لپاره سره یو شوی او د جمهوریت خوندیتوب یې ډاډمن کړی دی. دا د ارزښتونو د انتخاب خبره ده چې کوم ارزښت انتخابېږي: د یوه انحصاري (غیردیموکراتیک) او که ټول شموله مشارکتي (جمهوري) نظام ارزښتونه. موږ ژمن یوو چې اتحاد، انسجام او د قربانۍ ملي حس به لرو او (په دې لاره به) له هېڅ شي درېغ نه کوو.

ستاسې د معلوماتو لپاره به ووایم چې د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونو نن د افغانستان په شمال او جنوب کې شپږ ولسوالۍ بېرته نیولې دي. دا زموږ قوي هوډ ښيي، نو هیله ده چې هېڅوک له یو څه پېښېدو وړاندې زموږ په اړه مبالغه ونه کړي. راځئ دا درک کړو چې د یوه لوی بدلون (د ځواکونو لېږد) پر وخت ځينې کارونه کېږي، خو تاسې به وګورئ چې په هوډ، یووالي او همکارۍ، موږ پر ټولو ستونزو برلاسي کېدای شوو.

ډېره مننه ښاغلی جمهور رئيس