په کندهار کې د ۱.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه

په کندهار کې د ۱.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه


  • 3 کاله دمخه (29/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1504

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت چارواکي وايي، چې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې پروګرام له لوري د کندهار ولایت د تخته‌پُل ولسوالۍ په تور کوتل کلي کې د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه لمریزه شبکه جوړه او ګټې اخستنې ته وړاندې شوه.

په دې پروژه کې د یوې ژورې څاه کیندل،۶ تختې سولر ، یوه د اوبو زیرمه، د څه باندې ۷۰۰ مترې اوږدې شبکې غځول، او د ځینې نورو اړینو وسایلو نصبول شامل وو.

ددې شبکې په جوړیدو سره د کلي ۳۰ کورونو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.

د یادې شوې پروژې د جوړولو چارو دغه راز د ځايي خلکو لپاره په لسګونه کاري ورځې هم رامنځته کړې.