مېلر طالبانو ته: بریدونه بند کړئ، ګنې بمباروموو

مېلر طالبانو ته: بریدونه بند کړئ، ګنې بمباروموو


  • 3 کاله دمخه (30/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1543

افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر طالبانو ته به خطاب کې خبریالانو ته د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي، طالبان دې خپل بریدونه ودروي، ګنې دوی چمتو دي، څو یې له هوایي بریدونو لاندې راولي.

ښاغلی مېلر وایي، مونږ له طالبانو سره د دوحې په هوکړه کې واضح کړې، چې ایتلافي ځواکونه او امریکایان له افغان پوځ څخه ملاتړ او دفاع کوي.

د نوموړي په وینا، داسې لیدل کېږي، چې افغانستان کې پر پوځي حل لارې ټینګار ډېر شوی، خو پوځي حل لاره د افغانستان لپاره ګټوره نه ده. 

خو طالبانو بیا ویلي، امریکايي لوري د بهرنیو ځواکونو وتلو ځنډ سره د دوحې تړون نقض کړی، امریکايي ځواکونه نه شي کولای پر مونږ هوايي بریدونو ته دوام ورکړي.  

ښاغلي مېلر ژمنه کړې، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به هم د افغان حکومت، خلکو او امنیتي ځواکونو ملاتړ دوام کوي.

باید وویل شي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د پرېکړې له‌مخې ښایي له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل د سېپټمبر میاشتې تر ۱۱مې بشپړ شي.

بل لورته بیا رويټرز خبري اژانس تازه له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو وتلو ته په اشارې  ویلي، امریکا د سرتېرو تر ایستلو وروسته، کابل کې د خپل سفارت او حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د امنیت خوندیتوب لپاره افغانستان کې خپل ۱۰۰۰ تنه سرتېري پرېږدي.