کرکټ؛ سویلي افریقا لوبډلې هیڅ د کوربنې لوبډلې خیال ونه ساته

کرکټ؛ سویلي افریقا لوبډلې هیڅ د کوربنې لوبډلې خیال ونه ساته


  • 2 کاله دمخه (04/07/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 1297

د ویسټ انډیز او سویلي افریقا کرکټ لوبډلو تر منځ د پنځه شل اوریزو لوبو وروستۍ لوبه هم ترسره شوه.

په یاده لوبه کې پچه د افریقا لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

افریقا لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۸ منډې جوړې کړې او د ۱۶۹ منډو هدف یې ویسټ انډیز لوبډلې ته کېښود.

د سویلي افریقا لپاره کونټن ډیکاک ۶۰ او ایډین مارکرم ۷۰ تر نورو زیاتې منډې جوړې کړې.

د ویسټ انډیز لپاره فیډل ایډوارډس دوه لوبغاړي وسوځول.

ویسټ انډیزۍ لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نه شوای کړای او په ۲۵ منډو یې ماتې ومنله.

ویسټ انډیز ټولې ۱۴۳ منډې جوړې کړې او خپل ۹ لوبغاړي یې د لاسه ورکړل.

د ویسټ انډیز لپاره شیمرون هټمایر ۳۳ او ایون لیوس ۵۲ منډې جوړې کړې؛ خو د لوبډلې په درد دوا نه شوې.

د سویلي افریقا لپاره په توپ اچونه کې رباډا او مولډر دوه دوه او نیګيډي درې لوبغاړي وسوځول.

ددغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ایډین مارکرم ته ورکول شوه، چې ۷۰ منډې یې جوړې کړې وې.

د یادې لوبې په ګټلو سره د پنځه شل اوریزو لوبو سیریز افریقا لوبډلې وګاټه؛ ځکه له دې وړاندې یې هم په دوه نورو شل اوریزو لوبو کې ویسټ انډیز لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

ویسټ انډیز په خپل کور کې مات شو او افریقا لوبډلې یې د کور هیڅ خیال ونه ساته.