د سولې خبرې؛ ملګري ملتونه دوحه کې له طالب مرکچیانو سره پر افغان سوله غږېدلي

د سولې خبرې؛ ملګري ملتونه دوحه کې له طالب مرکچیانو سره پر افغان سوله غږېدلي


  • 3 کاله دمخه (06/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1355

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبرا لاینز دوحه کې له طالب مرکچیانو سره کتلي او د افغان سولې پروسې اړوند مسائلو باندې یې ورسره خبرې اترې کړې دي.  

ملګرو ملتونو یا یوناما پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې په پرونۍ کتنه کې د سولې له بهیره د ملګرو ملتونو پر ملاتړ خبرې شوې دي.

یوناما په افغانستان کې وروستیو ناامنیو ته په اشارې وړاندې لیکلي، چې د سولې خبرې باید ریښتینې وي او د جګړې د پای ته رسولو او هېلو ته د افغانانو د رسېدو لپاره باید لومړیتوب ورکړل شي. 

د سولې د بین الافغاني خبرو له پیل نږدې لس میاشتې تېرې شوي، خو له څو ځل مخامخ کتو او اجنډا جوړېدو پرته په کې بل کوم د پام وړ پرمختګ نه دی شوی او دا بهیر پر ټپه ولاړ دی او د دواړو لوریو ترمنځ د غونډو له دوام هېڅ خبر نه‌شته.

په دې اوږده موده کې د مرکچي ډلو ترمنځ په هغو مسایلو خبرې پیل نه شوې، چې پر اساس یې جګړه پایته رسېدای شي.