بشر حقونو کمېسون: طالبان دې د خلکو له کورنو سنګرونه نه جوړوي

بشر حقونو کمېسون: طالبان دې د خلکو له کورنو سنګرونه نه جوړوي


  • 3 کاله دمخه (09/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 953

طالبان له افغان حکومت سره د جګړې په ډګر کې د خلکو له کورونو د سنګر په توګه استفاده کوي او همدا لامل دی، چې په جګړه کې د ملکي افغانانو د مړینې کچه ډېره شوې.

د بشر حقونو کمېسون یو ځل بیا له طالبانو غوښتي، چې د جګړې په ډګر کې دي د ملکي خلکو خوندیتوب ته پام وکړي، د خلکو کورنه دې د دفاع د سنګر په توګه نه کاروي او د خپلو ګټو لپاره دې ملکي افغانان نه وژني.

د یاد کمېسون ویاند شکر الله مشکور ویلي، چې طالبان د جګړې په ډګر د عامه تاسیسات هم ورانوي او دا چاره ښيي، چې یاده ډله د هېواد د ابادي فکر نه لري.

په ورته مهال بیا د بشر حقونو د څار سازمان ویلي، چې طالبانو په کندز کې د عامو خلکو کورونه په دې تور سوځولي، چې افغان حکومت سره یې همکاري کوله.

مشکور دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې په هېواد کې د طالبانو له لوري جګړه تر بل هر وخت شدیده شوې، چې ګڼ شمېر ملکي خلکو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.