آیا کله مو له ځان سره فکر کړی، چې د رهبرۍ شورا او پریکړه کوونکي مو څوک دي؟
1- د ګوانتانامو پخواني زندانیان چې مغزونه یې ور مینځلي او بیا دوحې ته راوړل شوي؛
2- د پاکستان د ای.اس.ای زندانیان چې له سختو شکنجو وروسته یې مغزونه مینځل شوي او دوحې ته راوړل شوي؛
3- د بګرام زندانیان چې مغزونه یې ورمینځل شوي او دوحې ته لیږدول شوي.
4- نور هغه اشخاص چې څلویښت کاله د پاکستاني استخباراتي په مدرسو کې، د لشکر طیبې، جیش محمد، اكوړه او نورو عنوانو لاندې یې مغزونه ور ومینځل.
لنډه دا چې ستاسو رهبران داسې خلک دي، چې یا مغزونه ور مینځل شوي او یا یې د دنیوي تمې له امله د یو چا دسترخوان ته خیټه اچولې.
هر رهبر مو چې پوه شوی، چې د خپلو کلیو او ښارونو د ویجاړي لامل دی او د پاکستاني جنرالانو له اوامرو یې سرغړونه پيل کړې، په ډير مرموزه او فجیعانه بڼه وژل شوي.
یو ځل وګورئ، چې کوم رهبر مو چیرته وژل شوی او یا اوس چیرته ژوند کوي؟ په ډاډ سره پوهیږئ، چې ستاسو رهبران له تاسو سره ډير لوی طبقاتي واټن لري.
اوس چې د ۷۰ سلنه خاورې د نیولو ادعا هم لرئ، دا پوښتنه باید درسره مطرح شي، چې ولې مو امیرالمومنین ملا هبت الله اخند یو ځل هم ستاسو او رسنیو مخې ته رانغی، چې ووايي، د دوحې تر تړون وروسته اوسنی قتل او قتال د کوم آیت او حدیث پر بنسټ جواز لري؟
په دې باور ولرئ، چې ددوی اطاعت تاسو جنت ته نه بیايي، بلکې یوازې د افغانستان د ویجاړي او سیمهيیزو موخو لپاره مو کاروي.
خبره لنډوم او هغه دا چې پاکستان ستا طالب په لاس غواړي، د في سبیل الله جهاد تر عنوان لاندې یو میلیون افغانان درباندې مړه کړي، تر څو سل میلیونه پاکستانیان په عیش او عشرت کې ژوند وکړي.
او د پاک قران د آیت پر بنسټ به تاسو دې: (خَسِرَ الدُّنْيَا وَالْآخِرَةَ ذَلِكَ هُوَ الْخُسْرَانُ الْمُبِينُ) له ډلې حساب شئ