سرپرست حکومت: عفوه د پلي کېدو وړ ده، هېڅ څارنوال ته خطر متوجه نه دی

سرپرست حکومت: عفوه د پلي کېدو وړ ده، هېڅ څارنوال ته خطر متوجه نه دی


  • 1 کال دمخه (30/07/2023)
  • سمسور نیوز
  • 478

د افغانستان سرپرست حکومت د انتقالي عدالت او سولې نړۍوال سازمان په نامه د یوې امریکايي ټولنې له خوا د افغان څارنوالانو په اړه اندېښنه بې ځایه بللې ده. 

د ا ،ا ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټوېټر لیکلي، چې اوس مهال په افغانستان کې هېڅ څارنوال له خطر سره مخ نه دی.

هغه لیکلي، چې دغه ټولنه له افغانستانه د کدرونو د وتلو او انساني قاچاق ته د لارې هوارولو لپاره هڅې کوي.

هغه پر افغانانو غږ کړی، چې د دغسې مشکوکو کسانو په تبلیغ تېر نه وځي او افغانستان دې نه پرېږدي، ځکه د هغه په خبره، عمومي عفوه یې د پلي کېدو وړ ده.   

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د انتقالي عدالت او سولې نړۍوال سازمان اندېښنه څرګنده کړې وه چې په افغانستان کې د څارنوالانو ژوند له خطر سره مخ دی.