کندهاریان:  د طالبانو جګړه ښکاره افغان وژنه ده

کندهاریان: د طالبانو جګړه ښکاره افغان وژنه ده


  • 3 کاله دمخه (11/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1376

نن د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې زرګونه کسان د طالبانو د روانې جګړې پر ضد را وتلي.

دوی غوښتنه کوې چې طالبان باید ژر تر ژره دا د افغان وژني جګړه ودروي، سوله او دایمي اوربند دې وکړي. 

لاریون والو همدارنګه په نړیوالو ادارو هم غږ وکړ چې د بشري حقونو، امن او ثبات لپاره دې په طالبانو بندیزونه ولګوي او د هغوۍ مالي سرچینې دې وچې کړي.

دوی ګواښ وکړ که چېرته طالبان روانه جګړه ونه دروي؛ نو ولس به یې پر وړاندي ودرېږي. 

د یادوني وړ ده چې په دې وروستیو کې طالبانو په کندهار کې جګړو ته زور ور کړی او ګڼ شمېر عامه تاسیسات یي وران کړي.