د بهرنیو چارو وزارت وایي، اسلام اباد کې یې د افغان سفیر د لور د تښتونې او شکنجې په اړه یې په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمدخان هم احضار کړی او سخت اعتراضونه یې ورته اورولي دي.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې د پاکستان له حکومته په ډاګه غوښتل شوي، چې د دې پېښې د عاملانو د پېژندنې او سزا لپاره بېړني اقدامات وکړي.
افغان دولت له پاکستانه غوښتي، چې د ډيپلوماتانو او د هغوی د کورنیو د امنیت او خوندیتوب په برخه کې دې د نړیوالو تړونونو له مخې عمل وکړي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې د اسلام اباد پولیس په دې اړه لاس په کار شوي او د پېښې څېړنه کوي.
د ویلو ده، چې دې پېښې په افغانستان او ان پاکستان کې پراخ غبرګونونه پارولي دي او د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کارکوونکي دا پېښه د پاکستان حکومت د استخباراتي ادارې (ISI) کار بولي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي او د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم د دې پېښې غندنه کړې او دا یې خواشینونکی عمل بللی.
دوی همداراز د پاکستان له حکمت څخه غوښتي، چې د یادې پېښې په اړه دې ژر تر ژره بېړني اقدامات وکړي.
دا پېښه داسې مهال شوې، چې وروستیو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې خړې پړې شوې او په لوړه کچه افغان چارواکي یو پر بل د ملامتۍ تورونه پورې کوي.
باید یاده شي، چې د تېرې جمعې په ورځ نامالومه کسانو په پاکستان کې د افغان سفیر نجیبالله "عليخېل" لور خپل کور ته د تلو پر مهال تښتولې او له شکنجې وروسته یې بېرته خوشې کړې ده.