د هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر نن د ګاونډیو او سیمهییزو سفارتونو له استازو سره په خبرو کې ویلي، چې طالبانو له تېرو څو میاشتو را پهدېخوا ۳ زره ملکیان وژلي، ۳۰۰ زره نور بې ځایه شوي او ۱۸ میلیونه وګړي تر ټولو بد وضیعت کې ژوند کوي.
نوموړي ویلي، چې اوس مهال په هېواد کې د طالبانو په ډلو کې ۱۰ زره بهرني ترهګر د افغان ځواکونو خلاف جګړه ترسره کوي او دا شمېره نوره هم په لوړېدو ده.
اتمر دغه راز زیاته کړې، چې طالبانو د خپلو ظلمونو په لړ کې یواځې په هرات ولایت کې ۳۰۰ کسه په ډلهییزه توګه وژلي.
باید یاده شي، چې اوس مهال په هېواد کې د طالبانو ظلمونه اوج ته رسېدلي، چې د ملکي وګړو کرکه یې هم راپارولې.