د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، چې طالبان پر خپلو جنایتوتونو سترګې پټوي او مسوولیت یې هم پر غاړه نهمني.
دې سازمان په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا او د جنګي جرمونو له نړیوالې محکمې غوښتي، څو په افغانسان کې د ټول وژنې مخنیوي وکړي.
د یاد سازمان مشر لعل ګل لعل وايي، خبر پاڼې نمایشي دي او په خبره یې تر اوسه پورې نړیوالو ټولنو دوه مخی چلند کړی دی.
ښاغلی لعل ګل زیاتوي: «موږ د ملګرو ملتونو امنیت شورا او د جنګي جرمونو پر نړیوالې محکمې غږ کوو، چې نور یوازې د راپورونو له نشرولو لاس واخلي او دوی په عملي توګه لاس په کار شي، چې افغانستان کې روانو ناخوالو ته د پای ټکی کېږدي او د جګړې پر اړخونو باندې فشار راولي، چې دوی له جنګ لاس واخلي او د سولې ریښتینو خبرو ته راوګرځي.»
وروستیه تر هغه چې د جګړې له ډګره د ولسي مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شول امریکا او بریټانیا په یوه ګډه خبرپاڼه کې طالبان د جنګي جنایتونو مسؤول بلليدي.
دوی دغهراز افغانستان کې د جګړې د مخنیوي لپاره په سم لاسي اوربند هم ټینګار کړی دی.
جګړې د افغانانو ژوند تر هر بل وخت ترینګلی کړی، اوسمهال د طالبانو د روانې جګړې اساسي قربانیان ولسي وګړي دي، چې د جګړو له کبله یې خپلو مېنو پرېښودو ته هم اړ شوي دي.