روسیه: طالبان به هغه وخت په رسمیت وپېژندل‌شي، چې د حکومتدارۍ اصول‌یې وګورو

روسیه: طالبان به هغه وخت په رسمیت وپېژندل‌شي، چې د حکومتدارۍ اصول‌یې وګورو


  • 3 کاله دمخه (16/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1434

د روسیې حکومت وایي، طالبان به هغه وخت په رسمیت وپېژني، چې ترڅو یې د حکومت‌دارۍ اصول او پلان وګوري. 

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په یوه مرکه کې ویلي، چې ټاکل شوې سبا سه‌شنبه په کابل کې د دې هېواد سفیر د طالبانو د امنیتي چارو د همغږي کوونکي سره وویني. 

ښاغلي کابلوف همداراز ویلي، د روسیې سفیر دمیترې زیرنوف به د طالبانو سره په خبرو کې په‌دې تمرکز وکړي چې دا ډله د روسیې د سفارت لپاره څه ډول امنیتي تدابیر په پلان کې لري. 

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، چې مسکو به د طالبانو په رسمیت پېژندلو پرېکړه وروسته تر هغه وکړي چې وګوري دا ډله څه ډول حکومت مدیریت کوي.

د یادونې ده، چې د طالبانو له راتګ سره سم ګڼ شمېر هېوادونو په کابل کې خپل سفارتونه تړلي او یا یې د کابل نړیوال هوایي ډګر ته انتقال کړي دي. 

خو روسیه ټینګار کوي او وایي چې په کابل کې به یط سفارت فعال وي او په خبره یې چې د لېږدلو هېڅ‌راز نیت یې هم نه‌لري.