ترکیه: طالبانو سره په تماس کې‌یو؛ خپلې ژمنې دې عملي‌کړي

ترکیه: طالبانو سره په تماس کې‌یو؛ خپلې ژمنې دې عملي‌کړي


  • 3 کاله دمخه (17/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1093

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش‌اغلو وایي، چې هېواد یې د طالبانو په شمول په افغانستان کې د ټولو خواوو سره په اړیکه کې‌ده.

د نوموړي په خبره، بهرنیانو، دپلوماتانو او د افغانستان خلکو ته د طالبانو د ډلې پیغامونه مثبت دي او هیله یې څرګنده کړې، چې هغه په عمل کې هم وویني. 

ښاغلي اغلو دغه‌راز زیاته کړې، که څه هم هېواد یې د ټولو جهتونو سره په تماس کې دی، خو په‌دې هکله چې په انتقالي حکومت کې څوک شتون ولري او څه ډول حکومت جوړ کړي افغانان به په خپله تصمیم نیونه کوي.

دا څرګندونې داسې مهال دي، چې ترکیې د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د کابل د هوایي ډګر د ساتنې او فعال پاتې کېدو لپاره پلان لغوه کړی او خپل وړاندیز یې بېرته اخیستی دی.