د افغانستان په اړه جوړه شوې غونډه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د وینا بشپړ متن

د افغانستان په اړه جوړه شوې غونډه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د وینا بشپړ متن


  • 3 کاله دمخه (13/09/2021)
  • ژباړه: فیسبوک
  • 987

په افغانستان کې د بشري وضیعت په اړه د اوچتې کچې د وزیرانو غونډې ته  د ملګرو ملتونو دسرمنشي وینا

د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر۱۳مه

جلالتمآبانو، ښاغلو او اغلو، 

د افغانستان خلک ژوند ته اړتیا لري.

له لسیزو جګړو، ناامنیو او تکلیفونو وروسته کیدی شي دوی له ترټولو سخت وخت سره مخامخ وي. 

اوس نړیوالې ټولنې ته ددې وخت دی چې له دوی سره ودریږي. 

اجازه راکړئ چې روښانه یې ووایم: دا کنفرانس یوازې ددې لپاره نه دی چې موږ به د افغانستان خلکو ته څه ورکړو. بلکې دا ناسته ددې لپاره ده چې موږ یې پوره وړي یو. 

جلالتمآبانو

ان د تیرو اونیو له ډراماتیکو پیښو دمخه، افغانان په نړۍ کې له خورا ناوړه بشري بحرانونو سره مخامخ وو.

نن سبا په هرو دریو افغانانو کې یو یې نه پوهیږي، چې ددوی راتلونکي خواړه له کومه راځي.

د بې وزلۍ کچه په چټک ډول پورته کیږي – او اساسي عامه خدمات له منځه تلو ته نژدې شویدي.

په سلګونو زره خلک په زور د خپلو کورونو پریښوولو ته مجبوره شوي. 

په عین وخت کې، افغانستان له سختې وچکالۍ سره مخامخ دی – چې دا په تیرو څلورو کلونو کې دویمه ځپونکې وچکالي ده.

ډیر خلک دهمدې میاشتې ترپایه چې ژمۍ را نژدې کیږي ممکن خپل خواړه پای ته ورسوي.

او البته چې د کویډ۱۹ وبا لاهم په هیواد کې دوام لري.

جلالتمآبانو

د ملګرو ملتونوکورنۍ – او په لویه کې بشرپاله سیستم – د افغانستان خلکو ته د خوړو، د ژوند ژغورنې دتوکو او د میندو د روغتیا پالنې په ګډون  اړین روغتیا خدمات وړاندې کوي. 

موږ پرمختیا يي او بشردوستانه هڅو ته د ځواب ورکولو د همغږۍ لپاره پیاوړي میکانیزمونه رامینځته کړي دي - چې پر بشري حقونو متکي دي.

ما د بشردوستانه چارو او د بیړنیو مرستو د همغږي په برخه کې د سرمنشي معاون مارتین ګریفیټس څخه   وغوښتل چې تیره اونۍ کابل ته سفر وکړي او د طالبانو له مشرتابه سره خبرې وکړي.

هغه ملیونونو اړمنو خلکو ته په بې طرفانه او خپلواک ډول دبشردوستانه مرستو د وړاندې کولو او خونديتوب په اړه زموږ ژمنتیا نوره هم پیاوړې کړه.

هغه د مرستو په رسولو کې د ښځو په مهم رول ټینګار وکړ او له ټولو خواوو یې غوښتنه وکړه چې ددوی هوساینه، حقونه او خوندیتوب ډاډمن کړي. 

هغه په هر وخت کې د ملکیانو – په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو او لږکیو د خوندیتوب غږ وکړ. 

واکمنو چارواکو - په شخصي ډول او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي معاون ګریفیتس ته په ځوابیه لیک کې ژمنه وکړه - چې دوي به د افغانستان خلکو ته د مرستي رسولو ډاډ ترلاسه کولو کې همکاري وکړي.

زموږ کارکونکي او مرستندویان باید اجازه ولري چې له ویرې، ډار او ځورولو پرته په خوندي ډول خپل کار ترسره کړي. 

جلالتمابانو،

په افغانستان کې د ژوند ژغورنۍ د هڅو ددوام لپاره، موږ دمګړۍ څلورو شیانو ته اړتیا لرو. 

لومړی، مالي تمویل

موږ ډیره اړتیا لرو. موږ مالي تمویل ته عاجله اړتیا لرو. او موږ دې ته اړتیا لرو چې په کافي اندازه انعطاف منونکي و اوسو ترڅو په صحنه کې په چټکه توګه بدلیدونکو شرایطو سره سمون ولرو.

زه له تاسو غواړم چې د ۶۰۶ میلیونه امریکايي ډالرو د تازه غوښتنې (اپیل) ملاتړ وکړئ چې ۱۱ میلیون خلکو ته په راتلونکو څلورو میاشتو کې بیړنۍ مرسته ترلاسه کړو. 

نن موږ په افغانستان کې د بشردوستانه عملیاتو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د بیړني غبرګون له مرکزي صندوق (فنډ) څخه د ۲۰ میلیون ډالرو د تخصیص اعلان کوو. 

دویم، موږ له کابل او د افغانستان له نورو برخو سره د هوايي دهلیز په شمول د بشردوستانه لاسرسي د پراختیا په برخه کې ستاسو مرستو ته اړتیا لرو.

د ملګرو ملتونو بشردوستانه هوایي خدمات - یو ان هاس - ( UNHAS) له اسلام آباد څخه کندهار، مزار او هرات ته یو هوايي دهلیز رامنځ ته کړی، چې د اګست له وروستیو راهیسې عملیات پرمخ بیایي.

پرون، د یو ان هاس (UNHAS) الوتنې له اسلام آباد څخه کابل ته له سره پیل شوې - او اوس په ټول هیواد کې په بشپړ ډول فعالې دي.

دغه کار باید دوام وکړي. د ډیر نورڅه د کولو اړتیا ده. 

موږ اړتیا لرو چې د هیواد په دننه او له هیواده بهر دمرستندویه کارکونکو او د بشردوستانه توکو لیږد را لیږد وکولی شو.

موږ په ګړندي ډول مهمو اړو ځایونو ته له خنډ پرته چټک لاسرسي ته اړتیا لرو، چې په خوندي ډول غبرګون او د هیواد په دننه کې د مرستندویه توکو حرکت وڅارو.

دریم، موږ په افغانستان زده کړو ته د لاسرسي او نورو اړینو خدماتو په ګډون د ښځو او نجونو د حقونو ساتنې ته اړتیا لرو. 

نن سبا د افغانستان یوه روښانه برخه د ښځینه مشرانو او متشبثینو نوی نسل دی – چې په تیرو دوه لسیزو کې یې زده کړې  او وده کړې.

افغان ښځې او نجونې غواړي ډاډمنې شي چې دغه لاسته راوړنې له لاسه نه وځي، دروازې نه بندیږي او هیلې یې له منځه نه ځي. 

دا د هر افغان او دهیواد د راتلونکي لپاره مرکزي او اصلی ټکی دی.

بلاخره، موږ اړتیا لرو ترڅو ډاډمن شو چې زموږ بشردوستانه مرستې یا غبرګون ژوند او معیشت ژغوري.

د افغانستان خلک  دیو بشپرهیواد د له منځه تللو سره مخامخ دی – ټول په یوځل. 

افغانستان له یو پراخ بیړني حالت سره مخامخ دی او موږ باید د وروستیو دوه لسیزو پرمختګ وساتو.

ددې کارپه کولو سره، موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې ځایي اقتصاد فعال پاتې کیږي، خلک کولی شي په خپلو سیمو او کورونو کې پاتې شي، دوی لومړنیو اساسي خدماتو، اساسي عایداتو او ټولنیز خوندیتوب ته لاسرسی لري. 

نړیواله ټولنه باید نغدو پیسو ته د لاسرسي لارې چارې ولټوي ترڅو د افغانستان اقتصاد ژوندی پاته شي - په بشپړ ډول اقتصادي رکود به خلکو ته ویجاړونکې پایلې او په پراخه کچه به د ګاونډیو هیوادونو دبې ثباته کولو خطر له ځانه سره ولري.

موقتې حل لارې ډیرې مهمې دي – خو د افغانستان خلک به په اوږدمهال کې هم زموږ مرستو ته اړتیا ولري.

نو بنا، غړي هیوادونه دې په سخاوتمندانه توګه هغو افغانانو ته خپلې دروازې پرانیزي چې له خپل هیواد څخه تیښتې ته اړ شوي دي.

او ټول غړي دولتونه باید د کډوالو د خوندیتوب په برخه کې نړیوالو مسوولیتونو ته درناوی وکړي.

زموږ ملاتړ باید داړتیا له کچې سره برابر وي.

جلالتمابانو

ښاغلو او اغلو، 

د جګړو په کلونو کې ما له کابل څخه ډیر ځله لیدنه کړې. 

دا ماموریتونه له وحشت، بدبختۍ او غم څخه ډک وو.

مګر دا سفرونه همدارنګه دهغو افغانانو په هیلو، باور او عزم مشخص شوي چې ما ورسره ولیدل.

دوی غواړي چې سخته بې وزلي له منځه یووړل شي. دوی غواړي چې ښې دندې ولري. دوی غواړي چې ژوند او اساسي ازادې یې خوندي وي. دوی غواړي چې هیواد یې له ترهګرۍ او نا امنۍ څخه خلاص وي. 

په لنډه توګه، دوی هرهغه څه غواړي چې د انسانۍ کورنۍ هرغړۍ یې غواړي او وړ یې دی. 

 موږ اړتیا لرو پردغې هیلې او ژمنې پانګوونه وکړو.

اجازه راکړئ چې خپلې خبرې زموږ د ملګرو ملتونو له کارکونکو او په افغانستان کې له ټولې مرستندویه ټولنې – چې لویه برخه ېې افغانان دي، د ستاینې او مننې په ځانګړو کلیمو پای ته ورسوم. 

دوی په ټول هیواد کې فوق العاده کار کوي او زما بشپړه ملاتړ ورسره دی.

راځئ چې د دوی دملاتړ ژمنه وکړو ځکه چې دوی د افغانانو ملاتړ کوي - او ډاډ ترلاسه کړو چې دوی کولی شي دا کار په خوندي ډول ترسره کړي.

وخت لنډ دی او پیښې په افغانستان کې په چټکۍ سره حرکت کوي.

راځئ چې د افغانستان خلکو ته د ژوند دغه کرښه وغځوو - او هر هغه څه وکړو چې موږ یې کولی شو - اود هرڅه چې موږ پوروړي یو – چې له  دوی سره د هیلو په ساتلو کې مرسته وکړو.