پاکستاني چارواکي وایي، د روان مالي کال په لومړۍ میاشت کې یې افغانستان ته په صادراتو کې کموالی راغلی دی.
د پاکستان مرکزي بانک ویلي، د تېرکال د ورته مودې پرتله افغانستان ته د پاکستان د تجارتي مالونو او خدماتو صادرات نږدې ۴۰ سلنه کم شوي دي.
د دې بانک د مالوماتو پر اساس د روان مالي کال په لومړۍ میاشت جولای کې پاکستان د ۳۸ میلیونه او ۵۵۷ لکه ډالرو صادرات لرل؛ خو تېرکال په ورته موده کې یې افغانستان ته د ۶۲ میلیونه او ۷۷۴ لکه ډالرو صادرات کړي وو چې دا په سلو کې ۳۸ اعشاره ۵۷ کموالی ښيي.
تر دې دمخه د افغانستان د سواګرۍ او پانګونې خونو د اوونۍ په پیل کې ویلي و چې بهر ته د دغه هېواد صادرات زیات شوي او واردات یې کم شوي دي.