طالبان: د افغان حکومت کمزوري کول د هېڅ چا په ګټه نه دي

طالبان: د افغان حکومت کمزوري کول د هېڅ چا په ګټه نه دي


  • 3 کاله دمخه (12/10/2021)
  • خالد سهار
  • 1132

طالبان وایي، د نوي افغان حکومت کمزوري کول د هېڅ چا په ګټه نه دي، چې ناوړه اغېزې به یې په نړۍ هم پرېوځي. 

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي نن په دوحه کې د امریکا، اروپایي ټولنې او نورو هېوادونو د سفیرانو او استازو سره په یوه غونډه کې کتلي او په یو شمېر مسائلو یې ورسره خبرې کړې دي.

هغه ویلي، چې په افغانستان کې د فشار نسخې کار نه دی ورکړی او په خبره یې، چې د ښه تعامل او همکارۍ په لارو چارو باید کار وشي.

نوموړي په دې لیدنه کې زیاته کړې، چې لومړیتوب یې په افغانستان کې د نیم میلیون کار کوونکو د تېرو میاشتو د معاشونو ورکړه ده او د نویو اقتصادي پروژو بیا پیل کول دي. 

متقي له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې پر طالبانو دې روان بندیزونه ختم کړي، بانکونه باید عادي فعالیت ته را وګرځي؛ ترڅو وکولای شي د خلکو معاشونه ورکړای شي. 

په همدې حال کې د غونډې ګډونوالو خپلې اندېښنې شریکې کړې او ویلي یې دي، هغه اندېښنې چې دوی یې لري باید ورته جدي پاملرنه وشي، چې پر بنسټ به یې د اړیکو په پاللو کې مثب رول ولوبوي. 

یادو ګډونوالو ډاډ څرګند کړی، چې له افغانستان سره به بشري مرستې زیاتې کړې او د روان کال تر پایه به ورسوي.

باید یاده شي، چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له تېرو درېیو ورځو راهیسې په دوحه کې دی او ښایي د یو شمېر نورو هېوادونو استازو سره هم په یو لړ مهمو مسائلو بحث او خبرې ولري.